Monthly Archives: June 2011

شینکی اسمانه

ما خو دا نه ویل شینکی اسمانه

چی به د اور له پاسه اور راځی

زما د غیرت شمله به کښته ګوري

زما هدیرې ته به پیغور راځی

اسمانه ما خو داسی نه غوښتله

چی د ښارونو جنازې وژاړم

چي مي په کلیو کی بلا لنګه سي

چی د ځوانیو هدیرې وژاړم

اسمانه ما خو داسی نه ویله

چی د کابل ګریوان ته اور توی که

زما په جونګړه کی بلا وکره

زما په لستوڼی کی ښامار لوی که

اسمانه ما ستا د ځوانی په تمه

دلته رنګین رنګین خوبونه لیدل

ما له ازله بیخبره کوچي

له ورک یوسفه تعبیرونه غوښتل
ما ویل زه به ستا ښایستې سینې ته

له خپله نظمه امېلونه جوړ کړم

ستا له نسیم سره به الوزمه

ستا پسرلي ته به شعرونه جوړ کړم

ما ویل زه به ستا د شپې په زړه کی

د سباوون ترانې وپاڅوم

ما ویل زه به ټول نغمه نغمه سم

ستا د هستې شهباز به ونڅوم

ماویل زه به د سپېدو پر اوږو

ستا د زهرې پلوشې وتخنوم

۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵

اسمانه اوس خو اهریمن د قهر

راغزولي دي خیرن لاسونه

یا مرور دی له تعبیره قسمت

یا بیګانه  وه لېوني خیالونه

زما له زخمي کابله ویني څاڅي

کوڅو اخیستي دي ماشوم زخمونه

زما له انګړه جنازې درپاڅي

مه نیسه چیغو ته کاڼه غوږونه

اسمانه واخله ککرۍ درغلې

د ځوانیمرګو زړو تاوده رګونه

۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵

ماچی میوند میوند نارې وهلې

ما یی  په غېږه کی ګلونه غوښتل

ما چی هیلمند ته ترانې لیکلې

ما یی پرغاړه اتڼونه غوښتل

ماچی خیبرته حماسې لیکلې

ما یی لمن کی ولسونه غوښتل

ماچی پېچومي د پامیر ستایله

ما یی کمرونو کی لعلونه غوښتل

ما چي ټانکونه په سوکونو وهل

هغه می خړ وطن سمسور غوښتی

ماچی سکروټی په غاښو چیچلې

مامی سړو وینو ته اور غوښتی

ما چی ګولیو ته سینه سپرول

ما د ابا ساتلی کور غوښتی

ما د حیا پردو کی پټی غوښتې

چی می پیغلوټی د کابل ستایلې

ما یی سرونه تر عزت جارول

چی بې عزتو را سرتوري کړلې

۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵
بس که اسمانه نور یی مه زنګوه

د اهریمن د اولادونو زانګو

په نوراني غېږ کی دي مه لویوه

دا تور بدرنګه دا زامن د تیارو

نور د منبر څوکو ته مه خیژوه

د ریا کارو زاهدانو ټولۍ

نور د عصمت کوڅو ته مه وروله

د نامحرمو دلالانو غدۍ

نور پرکمبله راته مه ږغوه

دا د مرګي له چیغو ډکه شپېلۍ
چی په رګونو کی ساه وچلوي

دې سړو وینو ته می اور ورکړه

چی د کڼو غوږونه وپاڅوي

اسمانه چیغو ته می زور ورکړه .

ویرجینیا ۱۹۹۴ـ۹ـ۳